د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس وايي، واشنګټن له ایران څخه غواړي چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو ډزې ونه کړي او دغه سمندري لار له ماینونو پاکه کړي. ونس له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ایران او خلیجي هېوادونه، په ځانګړې توګه عمان، د بېړیو د خوندي تګراتګ په اړه خبرې کوي. نوموړي ویلي، ایران امریکا ته ډاډ ورکړی چې پر هرمز تنګي د بېړیو د تګراتګ محصول لګولو هوډ نه لري. ونس زیاته کړې، امریکا یوازې پر خبرو باور نه کوي او د هېوادونو اقدامات به هم ارزوي.





























