واشنګټن پوسټ د عربي او لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، کوېټ او بحرین چارواکي د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډیپلوماټیکو هڅو سخت ناهیلي شوي دي. د راپور له مخې، دغه هېوادونه اندېښنه لري چې د ایران او د هغه د متحدو ډلو توغندیز او بېپیلوټه بریدونه دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو ډیپلوماټیکې هڅې له جدي خنډونو سره مخ دي. د عربي او لوېدیځو چارواکو په وینا، خلیجي هېوادونه اندېښمن دي چې واشنګټن ښايي له ایران سره د یوې دایمي هوکړې لپاره اړینه اغېزمنه ډیپلوماسي پر مخ ونه شي وړلی.





























