روسي چارواکي وایي، اوکراین تېره شپه د مسکو پر لور له ۶۰۰ څخه د زیاتو بېپیلوټه الوتکو په وسیله پراخ برید کړی دی. د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې درې کسان ټپیان شوي او د «وایلدبریز» انلاین پلورنځي یو ګودام هم زیانمن شوی دی. بلخوا، اوکرایني چارواکي وایي، روسي بریدونو د زاپروژیا په سیمه کې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي.





























