د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، وروسته له هغې چې امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو پوځي اډو څخه د ایران د مذهبي مشر د وژلو لپاره عملیات ترسره کړل، تهران په سیمه کې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې دي. عراقچي ویلي، د سیمې ځینو هېوادونو د ایران پر دغو بریدونو اعتراض کړی، خو تهران ورته روښانه کړې چې هدف یې د دوی هېوادونه نه، بلکې په خاوره کې یې پرتې امریکايي پوځي اډې دي. د عراقچي ورته څرګندونې مخکې هم د امریکا د برید په صورت کې د سیمهییزو امریکايي ځواکونو د په نښه کولو په اړه خپرې شوې دي.





























