د فراه او د ایران د جنوبي خراسان ولایتونو چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د سوداګرۍ د پراختیا، شته ستونزو د حل او د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د فراه ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د فراه والي محمد حافظ مجاهد، د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي، په هرات کې د ایران سرکنسول او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. د فراه والي د دواړو لورو ترمنځ د شویو هوکړو پر عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر د سړک بشپړېدل به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم رول ولري. بلخوا، د جنوبي خراسان والي ویلي، د دغه سړک پاتې ۶۴ کیلومتره برخه به د روان کال تر ژمي مخکې بشپړه شي. د نوموړي په وینا، ایران تېر کال د همدې لارې له افغانستان سره د شاوخوا ۱.۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. په غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، سیاحت، ویزو، ګډ بازار او ترانسپورټ په برخو کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي. چارواکو ویلي، چې په راتلونکو ګډو ناستو کې به د همکاریو د پراختیا په موخه یو شمېر هوکړهلیکونه هم لاسلیک شي.





























