ا.ا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د هېواد خلکو ته مبارکي ویلې او د افغانستان خپلواکي یې د افغانانو د «سرښندنو، قربانیو او جهاد» پایله بللې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۰۷ کاله وړاندې افغانانو بریتانیا دې ته اړ کړه چې د افغانستان بشپړه خپلواکي او د بهرني سیاست په برخه کې د دغه هېواد واک په رسمیت وپېژني. ا.ا همداراز د پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانستان جګړو ته په اشارې ویلي، چې افغانانو په تېره یوه پېړۍ کې د نړۍ د درېیو سترو قدرتونو پر وړاندې مقاومت کړی دی. په اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکو نسلونو غوښتنه شوې، چې د هر ډول «یرغل او اشغال» پر وړاندې د هېواد له خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.





























