د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د افغانستان د ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو، لپاره د زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی دی. کرزي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، افغانستان کولی شي د «ملي یووالي او ځواک» له لارې پرمختګ وکړي او په نړیواله ټولنه کې خپل وړ ځای ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا، د هېواد د خپلواکۍ ساتنه او له هغې څخه د ګټې اخیستنې زمینه هغه مهال برابرېدای شي، چې افغانستان یو پیاوړی او پر ځان بسیا هېواد وي. کرزي سوله او تلپاتې ثبات، ملي یووالی او د ځوانانو علمي او تحصیلي وړتیا د هېواد د پیاوړتیا له اساسي عواملو څخه بللي دي.





























