د هسپانیا په ختیځ کې د پراخ ځنګلي اور له امله د والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي. ځايي چارواکي وايي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د لېږد لپاره بسونه برابر شوي دي. د چارواکو په وینا، اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله بل شوی، خو تر اوسه نه دی مهار شوی او له امله یې له ۴۰۰ هکټاره ډېره ځمکه سوځېدلې ده. ګاتوا په عادي شرایطو کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي نفوس نږدې دوه برابره کېږي.





























