د ٢٠١٨ کال د طب نوبل جایزه د امریکا د تکزاس ایالت د پوهنتون امریکایي ډاکتر جیمز الیسن او د توکیو د پوهنتون جاپاني ډاکتر توسانو هونجو ته اهدا شوه.
امريکايي او جاپانۍ ډاکټرانو د روغتيا په برخه کې د نوبل نړيواله جايزه ګټلې ده.
د امريکا د تکزاس پوهنتون استاد ډاکټر جيمز اليسن او د توکيو پوهنتون استاد ډاکټر توسانو هونجو د خپلو هغو کشفیاتو له کبله چې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې او د بدن د دفاعي سیسټم په هکله یې کړي وو، د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
دوی پر هغو پروټینونو څیړنې کړې چې د بدن په معافیتي سیسټم کې دفاعي رول لوبوي او ددغو پروټینونو شتون د سرطان پر وړاندې د بدن په مبارزه کې د اهمیت وړ دی.
د فزیک، کیمیا او سولې د نوبل جایزو وړونکي هم په روانه اونۍ کې اعلانېږي، خو د سږکال د ادبیاتو د نوبل جایزه چاته نه ورکول کېږي او دلیل یې د نوبل د جایزې په کمېټه کې د جنسي ناوړه چلند د شتون په هکله رسوایي گڼل شوی دی.
د طب د نوبل جایزې گټونکو ته د ویاړ د مډال تر څنگ هر یو ته شاوخوا ١،١ میلیون ډالره نغدې پیسې هم ورکول کېږي.
د نوبل جایزې د بنسټ اېښودونکي الفرد نوبل غوښتنه ده چې ویلي يې وو جایزې باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې خدمتونه یې د جایزې له گټلو وروسته هم د کلونو لپاره بشر ته گټور ثابت شي.