شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه نړۍ

ايران د اهواز د بريد په غبرګون کې سوريه پر بالسټيک توغنديو وېشتلې ده

اکتوبر 2, 2018
in نړۍ
0 0

د ایران سپاه پاسدران وايي، د سوریې د فرات ختیځ ته یې هغه سیمه په څو بالستیک توغندیو ویشتلې ده چې د اهواز برید پلانوونکو مرکز پکې دی.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، سپاه پاسدران په بیانیه کې زیاتوي چې دغه برید کې یې ګڼ شمېر ترهګر وژلي دي.

د دغه رپوټ له مخې برید پرون سهار وختي شوی او پکې له ځمکې – ځمکې ته توغېدونکي بالستیک توغندي کارول شوي دي.

که څه هم سپاه د توغندیو د توغولو ځای نه ښيي، خو د پنځو ګوزار شویو توغندیو ویډیوګانې په ټوېټر کې خپرې شوې او ادعا کېږي چې له کرمانشا توغول شوي دي.

د سپټمبر پر ۲۲ مه د ایران په اهواز کې وسله والو پر پوځي پرېډ برید وکړ چې له امله یې د سپاه پاسدران د ۱۲ غړو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل او نږدې ۵۰ کسان ټپیان شول.

ویل کېږي د هغه برید دوه وسله وال وژل شوي او دوه نیول شوي وو.

له برید یوه ورځ وروسته داعش یا اسلامي دولت ډلې د بریدګرو ویډیو خپره کړه چې له برید مخکې ریکارډ شوې وه او ادعا یې وکړه دا حمله دوی کړې ده.

د ایران د استخباراتو وزارت له هغه برید دوه ورځې وروسته وویل چې په دې تړاو یې ۲۲ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو: «په پېښه کې ښکېل او ملاتړي ۲۲ کسان هم نیول شوي دي. په دې برخه کې د دې ترهګریز برید بهرني ملاتړي او لارښوونکي هم پېژندل شوي».

ایراني چارواکو دا هم ویل، چې د نیول شویو کسانو په کورونو کې یې باروت، پوځي وسایل او اړیکتیايي الې هم موندلې او ضبط کړې دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له برید دوه ورځې وروسته د دې برید عاملان په سعودي او اماراتو پورې تړلي وبلل.

هغه یوې غونډې ته په وینا کې وویل: «د رپوټونو له مخې دا کار د هغو ډارنو دی چې سوریه او عراق کې نیول کېږي، امریکا یې ژغوري او لاسونه یې د سعودي او عربي اماراتو په جیب کې دي».

د ایران ولسمشر حسن روحاني کوم هېواد ته له ګوتې نیولو پرته وویل، روښانه ده چې دا برید چا کړی دی.

خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پېښې په ورځ وویل، د ترهګرۍ ملاتړي سیمه ییز لوبغاړي او امریکايي استادان یې باید ځواب ووايي.

امریکا او اماراتو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In