د شانګهای همکاریو سازمان وروستۍ ناسته یو ځل بیا دا حقیقت روښانه کړ چې افغانستان د سیمې له امنیت، اقتصاد او راتلونکي سره نه بېلېدونکې اړیکه لري. په دغه ناسته کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف څرګندونو، چې د افغانستان د سولې او ثبات ساتل یې د سیمې د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره اساسي وبلل، د افغانستان د سیمهییز اهمیت په اړه یو مثبت او مهم پیغام له ځان سره درلود.
میرضیایف وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان منظمې خبرې بېرته پیل شي، څو د سیمې د امنیتي اندېښنو، د افغانستان د اقتصادي ودې او په سیمهییزو همکاریو کې د دغه هېواد د لا ډېرې ونډې په اړه بحث وشي. دا دریځ ښيي چې د افغانستان مسئله یوازې د یوه هېواد داخلي موضوع نه ده، بلکې د سیمې له امنیت، اقتصاد، ترانزیټ او انرژۍ سره مستقیم تړاو لري.
افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو له پلوه ځانګړی جغرافیایي موقعیت لري. که په هېواد کې ثبات ټینګ شي، د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سیمهییز اتصال لپاره به نوې لارې پرانیستل شي او افغانستان کولای شي د سیمې د اقتصادي همکاریو په یوه مهم مرکز بدل شي.
په همدې تړاو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ټینګار کړی چې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډو کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی. د نوموړي په وینا، افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان دغه اهمیت درک کړي.
د مجاهد دغه غوښتنه د افغانستان د یوه فعال او اغېزناک سیمهییز شریک په توګه د هېواد د ځای تثبیتولو هڅه ده. افغانستان غواړي چې د سیمې له هېوادونو سره د ګډو امنیتي اندېښنو، اقتصادي فرصتونو او سیمهییز اتصال په اړه مستقیمې خبرې ولري، ځکه د افغانستان ثبات او پرمختګ د شاوخوا هېوادونو پر امنیت او اقتصاد هم مستقیم اغېز لري.
اوس چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي دهلیزونو، سوداګرۍ او انرژۍ د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي، افغانستان کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي. له همدې امله، له افغانستان سره منظم تعامل، د دغه هېواد د اهمیت درک او په سیمهییزو همکاریو کې د هغه پراخ ګډون نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه تمامېدای شي.
د شانګهای همکاریو سازمان وروستۍ ناسته په دې برخه کې یو مثبت پیغام لري: د افغانستان ثبات د سیمې له ثبات سره تړلی او د افغانستان اقتصادي پرمختګ د سیمې د ګډې ودې لپاره فرصت دی. له همدې امله، د افغانستان په اړه د خبرو پر ځای باید له افغانستان سره خبرې لا پراخې او منظمې شي.






























