د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، کاسا-۱۰۰۰ او ورته سیمهییزې پروژې په تېرو څلورو یا پنځو کلونو کې نه دي پیل شوې، بلکې څو لسیزې وړاندې مطرح شوې دي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو له عادي کېدو او د امنیتي ستونزو له کمېدو سره به د دغو پروژو چارې هم پرمختګ وکړي. هغه د دغو پروژو د پلي کېدو په بهیر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري مهمه بولي. په قرغیزستان او تاجیکستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې برخې بشپړې شوې او په افغانستان کې یې هم چارې ۸۰ سلنه پرمختګ کړی دی. کاسا-۱۰۰۰ په سیمه کې د انرژۍ د لېږد یوه مهمه پروژه ده چې د قرغیزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.































