په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي سرپرست شارژدافير سون لې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د جنوب – جنوب همکارۍ د ورځې په پار د يادونې په لوړ پوړې مباحثوي غونډه کې وينا وکړه او د سراسري جنوب هېوادونو د همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه يې وکړه.
سون لې وويل، چې چين د ۷۷ هېوادونو ګروپ او چين په استازيتوب د يوراګوای د استازي د وينا ملاتړ کوي او د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د ودې د هڅولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د جنوب – جنوب همکارۍ دفتر د هڅو ستاينه کوي. چين تل د سراسري جنوب هېوادونو غړی دی، د جنوب – جنوب همکارۍ د ميکانيزمونو او پلاټفورمونو په پراختيا خوښ دی او هيله لري، چې اړوندې همکارۍ د پرمختيايي هېوادونو پر لارښوونکي رول او اړتياوو ټينګار وکړي او عملي کېدونکې پايلې تر لاسه کړي.
سون لې وويل، د چين له خوا د نړيوال پرمختګ وړانديز د اعلان په ۵ کلونو کې له ۲۳ ميليارډو امريکايي ډالرو زياتې پانګې راغونډې شوې دي او څه باندې ۱۸۰۰ همکاريزې پروژې پيل شوې دي. چين به له بېلا بېلو خواوو سره يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او یوځای به د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ له لارې د لا ښه راتلونکي په جوړولو کې ګډې هڅې وکړي.




























