د ایران د دفاع وزارت چارسمبالي مجید ابنالرضا ویلي، هېواد یې د هر ډول نوي ګواښ پر وړاندې د مقابلې او د جګړې د بل پړاو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي تسنیم خبري اژانس ته ویلي، په واشنګټن کې هغه کسان چې فکر کوي ایران د ګواښونو له امله وېرېدلی او خپله تګلاره به بدله کړي، «سخت په تېروتنه کې دي». ابنالرضا ټینګار کړی چې ایران تر اوسه د خپلو دفاعي وړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه ښودلې او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دی.































