الجزیرې راپور ورکړی چې د غزې د المواصي سیمې په یوه لنډمهالي پنډغالي کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې دوه کسان مړه او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې اته کلنه امل یاسر عمر هم شامله ده. د الجزیرې د معلوماتو له مخې، برید د المواصي په سیمه کې پر لنډمهالو خېمو شوی، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.































