د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کارولاینا ایالت په ګاستونیا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، که ډیموکراتان بېرته واک ته ورسېږي، امریکا به له «پراخ اقتصادي رکود» سره مخ شي. د فاکس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ په خپله وینا کې د خپلې ادارې د تعرفو له عوایدو یادونه کړې او خپل اقتصادي پروګرام یې د ډیموکراتانو له تګلارو سره پرتله کړی دی. ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې په شمالي کارولاینا کې یې د جمهوري غوښتونکو د سنا نوماند مایکل واټلي د ملاتړ لپاره په ټاکنیزه غونډه کې ګډون کړی و.































