د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، د غزې د سولې طرحه باید په بشپړ ډول او له هر ډول محدودیت پرته پلې شي او ورسره دې اړمنو خلکو ته بشري مرستې هم ورسېږي. ګوټریش ټینګار کړی چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کړاوونه باید له پامه ونه غورځول شي او بشري مرستې باید له خنډونو پرته اړمنو خلکو ته ورسېږي. نوموړي همداراز د لوېدیځې غاړې د الحاق د روان بهیر د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.































