د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې ډېری قضیې سیاسي انګېزه لري او د پاکستان له پوځ سره د هغه د مخالفت له امله رامنځته شوې دي. جانسون ویلي، عمران خان په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي او ورزش او مطالعې ته محدود لاسرسی لري. نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځ اندېښنه لري چې د خان له خوشې کېدو سره ښايي هغه بېرته سیاسي واک ته ورسېږي.































