د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې د سرطان د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده، چې په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ بستره ولري. د یادې خونې رییس سیدکریم هاشمي وایي، دغه روغتون په ځانګړې توګه د بېوزلو او اړمنو ناروغانو د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره جوړېږي. د سوداګرۍ خونې په وینا، د روغتون د ځمکې، ډیزاین، طبي وسایلو، لګښتونو او مالي سرچینو د ارزونې لپاره یوه مسلکي کمېټه هم ټاکل شوې ده. هاشمي له سوداګرو، پانګهوالو، خیریه بنسټونو او خلکو غوښتي چې د دغه بشري او ملي پروژې په جوړولو او تمویل کې ونډه واخلي.































