د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال ناګویا اسیايي لوبو د ۲۰ اوریز پړاو په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې جاپان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه. جاپانۍ لوبډلې په ځواب کې ۸۱ منډې جوړې کړې او ونه توانېده چې ټاکلی هدف پوره کړي. افغانستان په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره په یوه ګروپ کې دی. افغان لوبډلې د دغو اسیايي لوبو په تېر پړاو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و. دروېش رسولي د دې سیالیو لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر دی او اسحاق رحیمي هم د وېکټ ساتونکي په توګه په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل دی.































