یوه ایراني چارواکي ویلي، دغه هېواد به له امریکا سره پر خپل اټومي پروګرام جوړجاړی ونه کړي او هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي، څو واشنګټن د تهران ټول شرطونه ونه مني. نوموړي رویټرز ته ویلي، ایران غواړي د جګړې د پای ته رسېدو، د بندرونو د محاصرې د لرې کولو، د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د تېلو د بندیزونو د ختمولو په بدل کې هرمز تنګی پرانیزي. د هغه په وینا، که امریکا دا شرایط ومني، ایران به د خپل اټومي پروګرام په اړه تفصیلي خبرو ته چمتو شي؛ خو د یورانیمو د غني کولو له حقه به تېر نه شي او غني شوي یورانیم به له هېواده بهر ونه لېږي.































