د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) راپور ورکړی، چې په راتلونکي یو کال کې یې له شاوخوا یو زرو ۵۰۰ افغان متشبثو ښځو د ملاتړ لپاره ۱.۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې، دا پانګونه د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام سره د یو ګډ نوښت په چوکاټ کې کېږي. د دغه پروګرام له مخې، متشبثې ښځې به له مالي ملاتړ او کاروبارونو د پراختیا له خدماتو برخمنې شي. په دغه پروګرام مالي او ډيجیټلي سواد، سلامشورې، کاروبار ته پلان جوړول او بازارونو ته د لاسرسي ملاتړ هم شامل دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، چې دا نوښت به په غیرمستقیم ډول له څه باندې ۱۴ زرو کسانو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د کورنیو د عوایدو د زیاتوالي او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په برخو کې مرسته وکړي.































