د جوزجان او د ازبکستان د خوارزم ولایت د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د سوداګریزو اړیکو ناسته په شبرغان ښار کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لومړني هوکړهلیکونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دواړو ولایتونو مسوولانو، سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و او د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا، ګډو بازارونو د رامنځته کولو، د تولیداتو د تبادلې او ګډې پانګهونې پر فرصتونو خبرې وشوې. د جوزجان د مقام مرستیال قاري محمد نسیم عزت او د خوارزم مرستیال والي عليشېر دوستجانوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې.































