د هلمند د والي ویاند محمد قاسم ریاض د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د هوايي بریدونو ترسره کېدل تایید کړي، خو وایي چې د پېښې د مرګژوبلې کره جزییات تر اوسه نه دي تایید شوي.
د سیمې یوې امنیتي سرچینو ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې دوه ملکي کورونه په نښه کړي دي. د سرچینې په وینا، په دغو بریدونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا ۳:۳۰ بجې ترسره شوي دي. بلخوا، د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې پر ملکي کورونو بمبار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په دغو بریدونو کې نهه تنه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي، ۱۱ تنه ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند دغه بریدونه غندلي او هغه یې د ټولو منل شویو اصولو خلاف «تجاوز او جنایت» بللی دی.































