د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د روان زېږیز کال له پیل څخه د جولای تر پایه په افغانستان کې یوازې ۴۸ سلنه اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي. اوچا ویلي، د یادې مودې لپاره یې له ۱۷.۵ میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستې پلان درلود، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دغه بهیر پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. د اوچا په وینا، د روان کال د بشري مرستو د پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو د جولای تر پایه یوازې ۴۴۸ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.































