د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیه او د ا.ا چارواکي وایي، افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی او د دې محصول واردولو ته نور اړتیا نه لیدل کېږي. د چارواکو په وینا، د هېواد کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه ده، خو کورنی تولید ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی دی. مالګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴ کانونو استخراجېږي او په لسګونو فابریکو کې تصفیه او پروسس کېږي. د صنعتکارانو اتحادیه وایي، د تولید له زیاتوالي سره هڅه کېږي چې د کیفیت او معیاري بستهبندۍ له ښه کولو وروسته د افغانستان د مالګې صادرات هم پیل شي.































