د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر محمدرضا بهرامي وایي، په مسکو کې یې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د سیمې د روانو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. بهرامي چې دوه ځله په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، تیره ورځ ناوخته په خپله اېکسپاڼه په لیکلي بیان کې دغه لیدنه رغنده او دوستانه بللې ده. هغه ویلي، د مسکو فارمټ غونډې له پیل مخکې یې له محمد صادق او د هغه له مل پلاوي سره د سیمې د روانو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. هغه د لیدنې نور جزییات نه دي ورکړي.































