د پنجشېر ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په عنابې او ابشار ولسوالیو کې د ۷۶۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي فیضالباري رسنیو ته ویلي، په دغو پروژو کې د کانالونو جوړول او پاکول، د استنادي او ګبیوني دېوالونو او کوچنیو بندونو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړې، د پروژو په ترڅ کې پلچکونه جوړ شوي، پر سړکونو جغل اچول شوی او یو شمېر نورې اړوندې چارې هم ترسره شوې دي.































