د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت وایي، د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونهاخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته ۳۰ ټانکره ډیزل بېکیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شوي دي. د دغه ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه باختر اژانس ته ویلي، دغه ډیزل د موظف پلاوي له لوري تر نمونهاخیستنې او کیفیت ارزونې وروسته ټیټ کیفیت لرونکي تشخیص شوي دي. نوموړي زیاته کړې، یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته بېکیفیته ثابت شوي او له همدې امله بېرته ایران ته مسترد شوي دي.































