د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران له پارلماني پلاوي سره د ګډو صنعتي پروګرامونو، په افغانستان کې د ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو او د چابهار بندر له لارې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د نفتي توکو د تصفیهخانې پر جوړولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې تر ۱۰ میلیارده ډالرو د لوړولو په اړه هم خبرې شوې دي. عزیزي ویلي، په افغانستان کې صنعتي فعالیتونو ته مناسبه زمینه برابره شوې او د دغو فعالیتونو د ملاتړ لپاره یې د حکومت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.































