نن د اکتوبر اوومه د پنبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د پنبې د تولید، پروسس او سوداګرۍ اقتصادي اهمیت ته د نړۍ د پام اړولو په موخه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۱ کال کې د اکتوبر اوومه د پنبې نړیواله ورځ اعلان کړه او له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د پنبې د تولید، پروسس او بازارموندنې د فرصتونو او ستونزو په اړه پوهاوی زیات کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) وایي، پنبه د نړۍ له مهمو طبیعي الیافو څخه ده او میلیونونو کروندګرو او کارګرانو ته د کار او عاید زمینه برابروي. په افغانستان کې هم پنبه مهم کرنیز او صنعتي محصول بلل کېږي، چې هلمند یې له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی.































