ملګري ملتونه وایي، په یمن کې له پنځو کلونو کم عمره له ۲.۲ میلیونو ډېر ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له دې ډلې څه باندې ۵۰۰ زره یې په خورا سخت حالت کې دي. د راپور له مخې، نږدې ۱۲ کلنې جګړې، بېوزلۍ او بېځایه کېدو په دغه هېواد کې د خوړو ناورین لا پسې سخت کړی دی. راپور زیاتوي، په یمن کې تر ۲۲ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۸.۳ میلیونه کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي. ملګري ملتونه وایي، سږ کال د یمن د بشري اړتیاوو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا پنځمه برخه ترلاسه شوې ده.































