د ارګ او سیاستوالو دوه جلا پلاوي به راتلونکې پنجشنبې قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره ګډه غونډه وکړي. تر وړمې ورځې د حکومت او سیاستوالو ترمنځ اختلاف و او دوی بریالي نه شول چې ګډ پلاوی وټاکي، نو سیاستوالو پرېکړه وکړه چې دوی به له حکومت پرته غونډې ته ورځي. له دې پرېکړې وروسته حکومت اړ شو چې یو پلاوی وټاکي. معلومه نه ده چې په دغه پلاوي کې څوک دي، خو اوس هم په دې تړاو ډېرې پوښتنې او اندېښنې شته.
تمه وه چې حکومت به یو پلاوی وټاکي او د دغه پلاوي غړي به د سیاستوالو او نورو فعالینو په ترکیب کې قطر ته لاړشي. په دې ډول به هم حکومتي استازي په غونډه کې وي او هم به طالبان حاضر شي، چې له حکومتي پلاوي سره وګوري. ویل کېږي چې طالبانو منلې وه چې که حکومتي استازي په لوی پلاوي کې ورشي، نو دوی ورسره خبرې کوي. داسې ښکاري چې حکومت لا هم په دې اړه ستونزه لري، ځکه د مصالحې په عالي شورا کې دوی بریالي نه شول، چې یو پلاوی وټاکي او د سیاستوالو توافق پرې واخلي. باخبره سرچینې وايي چې حکومت په دغه پلاوي کې د طالب او سولې ضد کسانو پر ګډون ټینګار کاوه او ویل به یې چې قطر ته یو “دښمن پلاوی” باید ولېږو. همدې چارې ته سیاستوالو د مصالحې د عالي شورا غړو غبرګون وښود او له حکومت سره یې دا پلاوی ونه مانه. له همدې امله دوی پر یوه ګډ پلاوي توافق ونه شو کړلی. وروسته سیاستوالو او فعالینو پرېکړه وکړه، چې له حکومت پرته غونډې ته ورشي او د مسکو په شان بله غونډه وکړي. حکومت بیا بل ګام واخیست او دا دی جلا پلاوی یې ټاکلی دی. اوس هم جدي او اساسي اندېښنه او پوښتنه دا ده، چې طالبان به د حکومت جلا پلاوی ومني؟ داسې نه ښکاري چې طالبان دې له خپل دریځ څخه په شا شي او حکومتي پلاوی دې په خپلواک ډول ومني او خبرې دې ورسره وکړي. اوس دلته بیا وېره ده چې ښايي حکومتي پلاوی یا قطر ته ولاړ نه شي او یا هم کېدای شي ولاړ شي، خو هلته به طالبان ورسره ونه ویني. که داسې وشي، دا به نه حکومت ته ښه وي او نه به هم د سولې لپاره ښه ګام وي. دا هم مهمه او جدي پوښتنه ده چې حکومت څوک او څه ډول کسان ټاکلي، دغه کسان پر سوله او له طالبانو سره پر خبرو باور لري او که نه؟ وېره ده چې حکومت دې داسې کسان ټاکلي وي چې د ستونزې د حل پر ځای دې د ستونزې له زیاتولو سره مرسته وکړي.
حکومت ته پکار ده چې داسې ګامونه بند کړي چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي. حکومتي پلاوی باید د لوی پلاوي برخه شي چې طالبان ورسره خبرو ته حاضر کړي. له دې پرته د سولې خبرې به وړاندې ځي، ستونزې به وي، خو حکومت لا زیات منزوي کېږي او زیان یې د حکومت ترڅنګ ولس ته هم اوړي.