د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله نهه افغان کډوال او یو ایراني موټر چلوونکی مړه شوي دي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پرون سهار د زاهدان او بم ښارونو ترمنځ پر لویه لاره، د کهورک په سیمه کې شوې ده. په راپور کې ویل شوي، د افغان کډوالو موټر له یوه بار وړونکي موټر سره مخامخ ټکر کړی او له ټکر وروسته اور اخیستی دی. راپور زیاتوي، د پېښې له امله د مړو شویو کسانو جسدونه سخت سوځېدلي، چې له کبله یې د هغوی پېژندنه ستونزمنه شوې ده. تر اوسه د مړه شویو افغان کډوالو او ایراني موټر چلوونکي هویت نه دی څرګند شوی.































