د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد پانګهوالو او د خصوصي سکټور غړو ته په ۱۰ بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې زر فرصتونه معرفي کړي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د خصوصي سکټور غړي د هېواد اتلان بللي او له هغوی سره یې د ښه چلند پر اړتیا ټینګار کړی دی. عزیزي ویلي، افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالره واردات لري، چې لویه برخه یې ماشینالات او خام مواد دي. د نوموړي په وینا، دغه اړتیاوې په هېواد کې د کورني تولید د پراختیا او پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه برابروي.
site-verification-ok































