د برېښنا شرکت اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، د عزیزي ګروپ له رییس میرویس عزیزي سره په لیدنه کې د برېښنا تولید پروژو د چارو پر چټکتیا، د ژمنو پر عملي کولو او د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید لپاره د عزیزي ګروپ پر پانګونې، د هوکړه شویو پروژو پر پرمختګ، د تخنیکي معیارونو پر رعایت او د احتمالي خنډونو پر لرې کولو خبرې شوې دي.































