د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د دغه سازمان بشري هوايي خدمتونو د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې څه باندې ۱۵۰۰ الوتنې ترسره کړې دي. د دغه پروګرام د خبرپاڼې له مخې، دغو الوتنو د ۸۵ بشري مرستندویه سازمانونو لپاره زیانمنونکو ټولنو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او اړمنو خلکو ته یې د ژوند ژغورونکو مرستو په رسولو کې مرسته کړې ده.































