د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او اسنادو د ډیجیټلي مدیریت (DLMS) سیستم د پلي کېدو بهیر پیل شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سیستم د پلي کېدو موخه د اداري چارو چټکتیا، د روڼتیا زیاتوالی، د اسنادو ساتنه او د جعل او تزویر مخنیوی دی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، دغه سیستم به په تدریجي ډول په دولتي ادارو کې پلی شي او تخنیکي ملاتړ به یې هم دوام ولري.































