د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، افغانستان له پاکستان سره د کړکېچ غوښتونکی نه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د سولهییز حل لپاره یې خپلې وروستۍ هڅې کړې دي. مجاهد ویلي، د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب یې اسلاماباد ته پیغامونه استولي او د کړکېچ د هواري لپاره یې هڅې کړې دي. د نوموړي په وینا، دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې او د پاکستان پر پخوانیو سیاستونو ټینګار د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ دی. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ا.ا د کړکېچ پلوی نه دی او له پاکستان سره د اختلافونو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي.































