د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان او ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ استخباراتي او امنیتي همکاري اړینه ده. قانع ټینګار کړی، چې امنیت یوازې د یوه هېواد په هڅو نه شي ټینګېدای او افغانستان په دې برخه کې له سیمهییزو هېوادونو سره همکارۍ ته دوام ورکوي. د نوموړي په وینا، د امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ وخت ناوخت ګډې ناستې او د همغږۍ بهیرونه هم ترسره کېږي. هغه زیاته کړې، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او په دې برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.































