د نیمروز د نفتو او ګازو ریاست مسوولین وایي، د کیفیت د ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته یې ۱۷ ټانکره بېکیفیته ډیزل او پټرول د ورېښمو له لارې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د دغه ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه ویلي، چې یاد نفتي مواد د ټاکل شوي پلاوي له لوري د نمونو تر اخیستلو او ارزونې وروسته بېکیفیته تشخیص شوي دي. د نوموړي په وینا، د کیفیت د کنټرول امریت په لابراتوارونو کې تر دقیقو ازموینو وروسته څرګنده شوې، چې د دغو تېلو کیفیت له ټاکل شویو معیارونو ډېر ټیټ دی؛ له همدې امله بېرته ایران ته لېږدول شوي دي.































