پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

د دوست او دښمن ورکې کرښې؛ له پاکستان سره څه وکړو؟

اگست 18, 2018
in تحلیل
0 0

پر غزني ښار د وسله والو طالبانو وروستي برید ته د کوزې پښتونخوا مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک پر افغان خاورې د جلال اباد له جګړې وروسته د پاکستان د دویم ناکام برید نوم ورکړ .
ښاغلي خټک پر خپلې ټویټر پاڼې ولیکل، چې پاکستان له دې جګړې څخه د خپلو لسګونه وژل شویو سرتېرو جسدونه بېرته ستانه کړي.
نوموړي له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې له داسې سیاسته لاس په سر شي او هم په جګړه کې د خپلو سرتېرو د ښکېلتیا سپیناوی وکړي.
دلته کابل کې افغان ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم اعلان کړې وه، چې پاکستاني جنګیالیو د نورو بهرنیو ترهګرو ترڅنګ پر غزني ښار ترسره شوي برید کې مستقیمه ونډه لرله، چې د ګڼو جسدونه یې هم د جګړې په میدان کې پاتې دي.
د غزني له پېښې سره په لږ زماني واټن کې د پاکستان سفارت په کابل کې د خپل هېواد د ازادۍ كلیزه د یو شمېر مطرحو او لوړپوړو افغان چارواکو او سیاستوالو په ګډون ونمانځله.
د پاکستان د خپلواکۍ په کلیزه کې د دغو څېرو ګډون؛ هغه هم په داسې حال کې چې غزني ښار د همدغه هېواد په مرسته په لګیدلي اور کې سوځېده د پوښتنې وړ ده.
نېمګړې دیپلوماسي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غالباً تر اوسه پورې نه د پاکستان سفیر احضار کړی، نه یې د غزني په جګړه کې د دغه هېواد پر رول کومه اعلامیه ورکړې او نه یې بل داسې مناسب اقدام لیدل شوی.
په دې كې شک نشته، چې پر غزني د دغه برید په جنایت کې به له پاکستان پرته نور ډېر اړخونه هم ملامت او د پوښتنې وړ وي.
لازمه وه او ده، چې له پاکستان څخه وپوښتل شي، چې ولې له افغانستان سره خپله ابدي دښمني پای ته نه رسوي؟
په دې برخه کې له افغان حکومت پرته، ولس، مدني ټولنې او پاکستان ضد سیاسي ـ ملي ډلې ټول په ګډ اقدام مکلف دي.
دوی باید په همغږۍ سره د غزني په جګړه کې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو جسدونه په ډله ییز او اعتراضیه ډول کابل ته راوړي.
دلته یې د نړیوالو رسنیو د استازو پر وړاندې د پاکستان سفارت ته وسپاري او ترې وپوښتي، چې دومره سرتېري یې ولې افغان حریم ته د جګړې لپاره لېږلي وو ؟
افغان حکومت، د ملګرو ملتونو نمایندګۍ (یوناما) د افغانستان نړیوالو متحدینو، ناټو او نورو مقتدرو او مسوولو ادرسونو ته لازمه ده، چې پر افغان خاورې د پاکستاني سرتېرو دغه مستقیم تېری په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو په سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو کې په جدیت سره تعقیب کړي.
دوی دې پاکستان وپوښتي، چې ولې بیا ـ بیا د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په مسئله کې د مرستې د ژمنو خلاف د ترهګرۍ ملاتړ کوي ؟
ولې له نړیوالو فشارونو، پرله پسې غوښتنو، مالي بندیزونو او خپلو تعهدونو څخه په کراتو ـ کراتو تخطي کوي او په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو څخه ملاتړ کوي ؟
د دوست او دښمن ورکې کرښې
افغان حکومت او په ټوله کې ملت د پورتني ذکر شوي ایډیال حالت په لرلو ځکه نه بریالی کېږي، چې لا هم له بده مرغه دلته د دوست او دښمن کرښې جوتې شوې نه دي، یا جوتې شوې خو عملاً د دې کرښو پالنه نه کېږي.
که دا کرښې جوتې وای، خامخا به افغان حکومت هغه سیاستوال او خپل لوړپوړي چارواکي پوښتلي وای چې څنګه یې وجدان د غزني د په وینو لړلي حالت پر مهال د پاکستان د کلیزې نمانځلو اجازه ورکوله ؟
د حکومت د مسولانه اقداماتو نه ترسره کول یوه خوا او د پاکستان په اړه په ټوله کې د افغان سیاسي ډلو مذبدب دریځ ټول د نقد او پوښتنې وړ دي.
زموږ حکومت، ولس، سیاستوال او په ټوله کې ټول افغانان د یوه مهم لومړیتوب په توګه له پاکستان سره د دوستۍ ـ دښمنۍ د کرښې معلومولو لپاره همغږۍ او پرېکنده دریځ ته اړتیا لري.
د دغه دریځ او اجماع د رامنځته کولو لپاره حکومت ته سترګې اوړي، چې لاس په کار او ټول په یوه واحده کرښه کې د خپل ابدي او نه بدلېدونکي دښمن د دسیسو شنډولو لپاره یو قوت کړي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026

دوه پاکستاني ستورمزلي به د چین په روزنيز کورس کې برخه واخلي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In