د ترکیې په ختیځ کې د حکاري ښار پولیس وايي، ۶۳ افغان پناهغوښتونکي یې دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې پرمهال نیولي دي. د حکاري ښار د امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پرمهال یو شکمن کس هم نیول شوی، چې د افغان پناهغوښتونکو د لېږد تنظیموونکی بلل کېږي. نوموړی تر قضايي ادارو ته له معرفي کېدو وروسته د محکمې په حکم زندان ته لېږدول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي ۶۳ افغانان د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره د ترکیې د اغري ښار د بهرنیو وګړو د اېستلو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. حکاري د ترکیې له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره ګډه پوله لري او د افغان کډوالو د تګ راتګ یوه مهمه لار ګڼل کېږي.































