د خامهپرس خبري آژانس د جوړېدو د شپاړسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې نمانځغونډې کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو د اقتصادي ستونزو او مالي محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې غوښتي چې د هېواد د رسنیو د ملاتړ لپاره عملي او هر اړخیز ګامونه پورته کړي. په همدې مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ملي یووالي، ورورولۍ او متقابل منلو په پیاوړتیا کې د رسنیو رول مهم بللی او ویلي یې دي چې دغه وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د رسنیو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د رسنیو مسوولیت یوازې د خبرونو او معلوماتو تر خپرولو محدود نه دی، بلکې د عامه پوهاوي لوړول، د ټولنیز پرمختګ هڅول، د خلکو ترمنځ د هیلې رامنځته کول او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا هم د رسنیو له مهمو مسوولیتونو څخه دي.































