د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان د روغتیايي وضعیت د بشري مرستو د همغږۍ ډلې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۴.۵ میلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. د یادې ډلې په راپور کې راغلي، چې د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کوونکو ۳۳ سلنه هلکان، ۲۷.۹ سلنه نارینه، ۲۲.۳ سلنه نجونې او ۱۶.۸ سلنه ښځې دي. د راپور له مخې، په دې موده کې ۱.۹ میلیونه کسانو لومړنۍ روغتیايي پاملرنې، ۸۶۱ زره کسانو د واکسین او معافیت، ۴۲۷ زره کسانو د مور او ماشوم روغتیا او ۱۹۲ زره کسانو د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي دي































