د پروان ولایت د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مسوولین وايي، سږ کال په دغو ولسوالیو کې د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زیات شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د شیخ علي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر انجنیر حفیظالله حنیف ویلي، چې سږ کال په دغه ولسوالۍ کې د مڼو حاصلات نږدې دوه زره مټریک ټنو ته رسېدلي، چې بڼوالو ته یې د پام وړ عواید برابر کړي دي. بلخوا، د سرخ پارسا ولسوالۍ د کرنې مدیر عتیقالله رحماني وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د مڼو بڼونه پر ۶۰۰ هکټاره ځمکه جوړ شوي دي.































