د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پکتیکا ولایت د اداري او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، حقاني د خپل سفر پر مهال له والي مهرالله حماد او یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو سره لیدلي او د ولایت عمومي وضعیت یې ارزولی دی. سرچینه زیاتوي، نوموړي په دې کتنه کې د ا.ا د رهبر د فرمانونو پر پلي کولو او خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او د پکتیکا ولایتي مسوولینو ته یې د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.































