د امريکا د شمالي کارولينا ايالت په وينسټن- سالم ايالتي پوهنتون کې د نومبر په ۷مه نېټه د ډزو دوې پېښې شوي، چې له امله يې يو تن وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي.
د وينسټن- سالم د پوليسو ادارې مرستيال جيشن سويم په اتمه نېټه رسنيو ته ويلي، چې تراوسه داسې مالومات نشته، چې دغه پېښې يوه په بلې پسې تړاو لري او که نه.
پولیسو تراوسه په دغو پېښو کې د لاس په تور څوک نه دي نيولي.































