د چين د شمېرنې ملي ادارې د نومبر په ۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې په تېر اکتوبر کې د چيني اوسېدونکو د مصرفي توکو د بيو شاخص (CPI) له تېر سپتمبر برابر پاتې شوی، خو د تېر کال د اکتوبر په پرتله ۰.۷ سلنه لوړوالی ښيي.
شمېرې ښيي، په چين کې د خوراکي توکو او انرژۍ پرته د نورو مصرفي توکو د بيو شاخص د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۸ سلنه زيات شوی دی.
په تېر اکتوبر کې چين کې د خدماتو بيې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۰.۷ سلنه لوړې شوي، خو د خوراکي توکو بيې یې بیا د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲.۹ سلنه ټيټې شوې دي.































