د مصر د جيزي ولایت په عیاط سیمه کې دوو مسافر وړونکو اورګاډيو ټکر کړی، چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کې ۴۵ کسان تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي، خو د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی، چې ښايي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
د معلوماتو له مخې، يو مسافر وړونکی اورګاډی د تخنیکي ستونزې له امله پر پټلۍ درېدلی و، خو د دویم اورګاډي چلوونکي ته په دې اړه خبر نه و ورکړل شوی، چې له امله یې ياده پېښه رامنځته شوې ده.
د دې احتمال هم شته، چې ښايي دغه پېښه د اورګاډو د سیګنال په سیسټم کې د ستونزې له امله رامنځته شوې وي.































